د افغانستان او قطر شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په لومړي ځل د قطر ګډ دولتي شرکت او د افغانستان کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرو د لېږد په تړاو هوکړه شوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، د دې هوکړي له مخې به ۷۰۰ افغان کارګر چې کاري فرصت ورته برابر شوی انتقال شي.
ښاغلي ابراهیمي ویلي، دغه پرمختګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت او قطري مسئولینو ترمنځ د تخنیکي همغږیو ناستو او هوکړو له مخې شوی.
د دې هوکړې موخه په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو لېږد دی.
نوموړي ویلي، د نوم لیکنې او ثبت پروسه د یاد وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو لېږلو ریاست تر نظارت لاندې او د کارموندنې خصوصي شرکت له لوري به په قانوني او باوري ډول پیل شي.