د افغانستان بانک ډالري حسابونو په اونیزه توګه د پیسو اخیستلو کچه زیاته کړې

د افغانستان بانک ډالري حسابونو په اونیزه توګه د پیسو اخیستلو کچه زیاته کړې افغانستان
د افغانستان بانک له ډالري حسابونو د پیسو اخیستلو کچه نور هم زیاته کړه

وړاندې تر دې هېوادوالو یواځې د اونۍ ۲ زره ډالر اخېستلی شول خو اوس دا کچه ۵ زرو ډالرو ته پورته شوه.

دغه اقدام وروسته له هغې کیږي، چې تېره اونۍ هم د افغانیو حسابونو څخه د اونیزه توګه د پیسو اخیستلو کچه له ۱۵۰ زرو ۳۵۰ زرو ته پورته شوه.

د افغانستان بانک د دې پرېکړې موخه هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول یاد کړې.

تړلي موضوعات