حکومت څه باندې یو میلیارد او ۹ میلیونه زاړه بانکنوټونه وسوځول
د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې له مرکزي زون، جنوب ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټول شوي د یو میلیارد، ۹ میلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه په کابل کې وسوځول شول.
د افغانستان بانک ویلي، چې دا بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول؛ چې په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانۍ انواعیې شاملې وې.
په دې اړه ملا محمد آخند ویلي، د دې لپاره چې هېوادوال خپلې مالي راکړې ورکړې په آسانۍ ترسره کړي د افغانستان بانک وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي، په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او مندرس بانکنوټونه سوځوي.
د یادونې وړ ده، چې یادې حکومتي ادارې تل له هېوادوالو غوښتي چې د افغانۍ بانکنوټونو په کارولو کې له پوره پاملرنې کار واخلي او د دې ملي شتمنۍ ساتنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.