افغانستان کې د کبانو روزنې ۷۷۰۰ فارمونه جوړیږي

افغانستان کې د کبانو روزنې ۷۷۰۰ فارمونه جوړیږي افغانستان
هېواد کې د کبانو فارمونو جوړولو طرحه تائید شوه

اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کبانو سکټور د پراختیا طرحه  د تایید وړ وبلل شوه.

د دې طرحې له مخې په ټول هېواد د کبانو روزنې ۷۷۰۰ فارمونه جوړیږي،  چې تر ۹۰ سلنې به د کبانو غوښې په برخه کې د هېواد اړتیا پوره او ۳۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

یاد معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پر پالیسۍ هم بحث وشو. 

له هراړخیز بحث وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پرځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

تړلي موضوعات