د هېواد سرحدي سیمې خوندي او فرضي کرښه تر بشپړ څار لاندې ده

د هېواد سرحدي سیمې خوندي او فرضي کرښه تر بشپړ څار لاندې ده افغانستان
د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت

د افغان وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، تیر کال یې د رسمي سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې ۱۵ لېواوې، ۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای کړي دي.

فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو راپور ورکولو په مهال وویل، تېر کال یې ۸ چورلکۍ،  ۴۱ زره ۶۸۴ نقلیه وسایط، ۶۴۸۰ سپکې او درنې وسلې، ۷۲۴ مخابرې ترمیم او کارونې ته چمتو کړي دي.

نوموړي ویلي، د ټیکاو او امنیت لا ټینګښت په موخه د عملیاتو ترسره کول، د اردو ظرفیتونو لوړول، تاسیساتو جوړول او د اوپراسیوني فعالیتونو ترسره کولو لپاره پلان جوړونه د روان کال لپاره له مهمو پروګرامونو څخه دي.

تړلي موضوعات