د افغانستان او یمن دوه اړخیزو کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکيې په مرکز انقره ښار کې د یمن جمهوریت له سفیر محمد صالح طُریق سره کتلي.
دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري ګډو ځانګړتیاوو تر څنګ، د دوه اړخیزو کلتوري همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، یمني لوري د اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او هیله یې ښودلې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.
نوموړي همداراز د فلسطین پر دردوونکي حالت، په ځانګړي ډول د غزې د مظلومو خلکو پر وضعیت خبرې وکړې، د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ.
وزارت لیکلي، د ناستې په پای کې طُریق د افغانستان د اسلامي امارت سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.