لوی درستیز: ګاونډيو هېوادونو ته له وړل شوې ملي شتمنۍ تیریدونکي نه یو

لوی درستیز: ګاونډيو هېوادونو ته له وړل شوې ملي شتمنۍ تیریدونکي نه یو افغانستان
د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت

د افغانستان پوځ لوی درستیز نن د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په مهال یو ځل بیا په ټېنګار وویل، ګاونډيو هېوادونو ته وړل شوې چورلکې نه پریږدي او د بېرته راګرځولو په اړه یې خبرې دوام لري.

قاري فصیح الدین فطرت دغه چورلکۍ د هېواد ملي شتمني وګڼله او زیاته یې کړه، د بیرته راګرځولو لپاره یې هڅې دوام لري او هیڅ وخت به له دغې ملي شتمنۍ تیر نه شي.

ښاغلي فطرت همداراز د افغان پوځ سمبالښت او زړورتیا ته په اشارې وویل، د هر ډول تیري او احتمالي ګواښ ځواب ورکولی شي او د هېواد په ځمکنۍ بشپړتیا به هیڅ ډول تعرض بېځوابه پاتې نه شي.

هغه تیرو شاوخوا څلورو کلونو ته په اشارې وویل، پوځ د پام وړ پرمختګ کړی او د ملي ګټو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره لازم تدابیر لري.

د ملي دفاع وزارت مسئولینو ویلي، د هېواد وسله ‌وال پوځ شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو رسیږي چې د هېواد له پولو د ساتنې بشپړه وړتیا لري.

تړلي موضوعات