اسلام کلا کې د بېرته راستنېدونکو لپاره لنډ مهاله پنډغالي په جوړیدو لاس پورې شو

اسلام کلا کې د بېرته راستنېدونکو لپاره لنډ مهاله پنډغالي په جوړیدو لاس پورې شو افغانستان
اسلام کلا کې د کډوالو لپاره د لنډمهالي پنډغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، اسلام کلا سرحد کې یې د کډوالو لنډ مهاله مېشتیدنې په موخه د خیمو لګول پيل کړي دي.

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، دغه ګام یې د کډوالو موقتي مېشتېدنې او لومړنیو امکاناتو برابرولو په موخه اخیستی.

د یادي ادارې مسئولینو ویلي، دغه خیمې د اوسیدو لومړنۍ اسانتیاوې لري، چې ښځو، ماشومانو او زیانمنو ته به ورکړل شي.

وړاندې تر دې هم له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په تورخم او ورېښمو پل سیمو کې هم د کډوالو مدیریت په موخه ورته اقدام کړی و.

تړلي موضوعات