د ۸۲۸ میلیونه افغانيو په لګښت شپږ پروژې منظورې شوې

د ۸۲۸ میلیونه افغانيو په لګښت شپږ پروژې منظورې شوې افغانستان
د ملي تدارکاتو کمېسیون ۶ پروژې منظورې کړلې

اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پراختیایي پروژې منظورې کړې.

دغو پروژو کې د کابل ښار داخلي سړکونو جوړول او بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش نیمګړو پروژو بشپړول شامل دي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ۱۹ پروژې تعدیل شوې هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون وخت ناوخت د میلیونونو افغانیو په لګښت پروژې منظور وي، چې د هېواد اقتصادي ودې سربېره لسګونو هېوادوالو ته په کې د کار زمینه هم برابریږي.

تړلي موضوعات