تېر کال د هېواد له هوایي ډګرونو ۱۴زره پروازونه شوي

تېر کال د هېواد له هوایي ډګرونو ۱۴زره پروازونه شوي افغانستان
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال د هېواد له هوایي ډګرونو ۱۴زره پروازونه شوي.

د یاد وزارت مسئولینو د امارتي ادارو د لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، تر ټولو ډېر پروازونه د کابل نړۍوال هوایي ډګر څخه شوي دي.

ټرانسپورټ وزارت ویلي، دې موده کې له کابل هوایي ډګر ۳۴۰۰ کورني او ۴زره ۲۶۵ پروازونه بهرنیو هېوادونو ته شوي.

د ټرانسپورټ وزارت مسئولینو همداراز ویلي، یاد وزارت د کابل هوایي ډګر ترمینال پراختیا او نورو هوایي ډګرونو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته کابل هوایي ډګر کې څو مهمې پراختیایي پروژې پلي شوې، چې مساپرو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

تړلي موضوعات