تېر کال د ۶۱۹ میګاواټه برېښنا تولید قرار دادونه لاسلیک شوي

تېر کال د ۶۱۹ میګاواټه برېښنا تولید قرار دادونه لاسلیک شوي افغانستان
انځور ارشیف

د امارتي شرکتونو مسئولینو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پر مهال ویلي، تېر کال یې د ۲۰ میلیارده افغانیو پانګونې د جذب ترڅنګ ۵۹۱.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۶۱۹ میګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه لاسلیک کړي.

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ویلي، تېر کال یې ۸.۴ میلیارده افغانۍ د دولت بودیجې ته اضافه کړي، د ۲.۷۷ میلیارده افغانیو په ارزښت یې د دولتي شرکتونو مطالبات تصفیه کړي او ۶۱۱ میلیونه افغانۍ پورونه یې ورکړي دي.

ښاغلي بلال د کاسا زر پروژې تمویل لپاره نړېوال بانک سره هوکړه، د تورغونډۍ هرات ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې بشپړول، بېلابېلو برخو کې د ۲۳ قراردادونو او مشارکتي طرحو منظورول او یادو قراردادونو کې د خصوصي سکټور پانګونې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیارده افغانۍ اټکل کیږي، چې راتلونکې کې به د دولتي شرکتونو لپاره شاوخوا ۳۲ میلیارده افغانۍ عواید برابر کړي د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو وګڼلې.

تړلي موضوعات