ټرمپ پوتین ته د اوکرایین جګړې د پای لپاره ۱۲ ورځې وخت ورکړ

ټرمپ پوتین ته د اوکرایین جګړې د پای لپاره ۱۲ ورځې وخت ورکړ نړۍ
پوتین ته د ټرمپ نوی ضرالاجل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته له ۱۰ تر ۱۲ ورځو وخت ورکړی، چې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ داسې مهال روسیې ته یو ځل بیا د اوکرایین جګړې د پای لپاره ضرالاجل ورکړی، چې تر دې وړاندې یې هم ۵۰ ورځې وخت ورکړی و.

ټرمپ ګواښ کړی، چې که یاده موده کې کوم پرمختګ ونه لیدل شي، پر روسیې به پراخ بندیزونه ولګوي.

خو کرملین بیا د ټرمپ ګواښ ته په غبرګون ویلي، کیف او لوېدیځ د اوکرایین جګړې ډيپلوماټیک حل ته لېوالتیا نه لري.

د کرملین ویاند ویلي، روسیه اوکرایین کې د شخړې پای ته رسولو لپاره سیاسي او ډيپلوماټیکې لارې غوره ګڼې.

تړلي موضوعات