د روسیې امنیت شورا مرستیال: ټرمپ دې وپوهیږي چې روسیه نه اسرائیل دی نه ایران
د روسیې امنیت شورا مرستیال دیمیتری مدودف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د ضرب الاجل ټاکلو لوبه پیل کړې او دا د جګړې پر لوري ګام دی.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، هر نوي ضرب الاجل ټاکل یو ګواښ او دا ډول چلند به د روسیې او امریکا ترمنځ د جګړې لامل شي.
مدودف د امریکا فشار ته په اشارې ویلي، ټرمپ دې پوه شي چې روسیه نه ایران دی او نه اسرائیل.
روسي چارواکي داسې مهال څرګندونې کړي چې ټرمپ پرون دوشنبه ویلي و، د اوکرایین سولې په برخه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه ناهیلی شوی او هغه ۵۰ ورځنی ضرب الاجل چې د واشنګټن له لوري مسکو ته ټاکل شوی ۱۰ یا ۱۲ورځو ته راټیټ وي.