چین کې ورښتونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

چین کې ورښتونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي سیمه
چین کې د وروستیو سېلابونو له کبله اوښتي زیانونه

چین کې د توندو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۰ کسان مړه او ګڼ سړکونه ویجاړ شوي دي.

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د روانې اونۍ له پیل راهېسې د بیجنګ په ګډون شمالي چین مختلفو سیمو کې د ورښتونو لړۍ پیل شوې ده.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې تر وړمې شپې ۳۰ کسان مړه او له ۸۰ زرو زیات خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې ورښتونو کې ګڼ سړکونه ویجاړ او له ۱۳۰ زیات کلي له برښنا محروم شوي دي.

چارواکو خلکو ته توصیه کړې چې هواحالاتو خبرونه او خبرداري په پام کې ونیسي او له ضرورت پرته دې خطرناکو سیمو ته له تګ ډډه وکړي.

تړلي موضوعات