د امریکا ګواښونو ته د ایران غبرګون؛ د تېري ځواب پرېکنده دی
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په وروستیو څرګندونو کې د امریکايي چارواکو ګواښونو ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې ده، که پر ایران خاوره بیا تېری وکړي ځواب یې پرېکنده دی.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران په خپل تاریخ کې د پردیو په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او داسې ځواب به ورکړي چې د پټولو نه وي.
تسنیم اژانس د عراقچی له قوله لیکلي، د ایران یورانیمو غني کول حتمي دي.
ایراني چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو پر ایران د بیا بریدونو ګواښ کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، که بیا اړتیا شوه پر ایران به بریدونه وکړي.
ایران وايي، د یورانیمو غني کول یې سوله ییزو موخو لپاره دي خو امریکا او ملاتړي تور پورې کوي، چې تهران په نږدې وختونو کې د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي او باید د یوې هوکړې له مخې دا کار ترسره شي.