کابل کې ۶ تنه د ۱۱۹ بوتله شرابو سره نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل اوومه ناحیه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۶ تنه د ۱۱۹ بوتله شرابو د لېږد په تړاو نیولي دي.
یاد وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو او دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د نافذه شرعي قوانینو له مخې په هېواد کې د نشهیي توکو قاچاق، کښت او خرڅلاو قانوني جرم ده او سرغړونکي به یې له قانوني چلند سره مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته ټول هېواد کې د نشه يي توکو کرکیله، قاچاق او کارونه منعه اعلان شوه، چې تر دمګړۍ امنیتي ځواکونه د مخدره موادو پر وړاندې پرېکنده مبارزه کوي.