هلمند کې «د هلمند سیند» کلنۍ مشاعره ترسره شوې

هلمند کې «د هلمند سیند» کلنۍ  مشاعره ترسره شوې افغانستان

هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د هلمند سيند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوې، چې د مسؤلینو په ګډون په کې ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، ترانه ویوونکو او زرګونو ولسي خلکو ګډون کړی وو.

په دې مشاعره کې د شاعرانو، لیکوالانو او ولسي خلکو سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو او ځايي مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

یاده مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزيزي ویلي، چې هلمند نه یواځې د شعر او ادب په تاريخ کې ځانګړی ځای لري، بلکې په دیني او جهادي برخه کې هم د هلمندي ولسونو کارنامې د ستاينې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې شاعران دې د شعر او ادب په ژبه د کړېدلي ولسونو پر زخمونو پټۍ ولګوي او ولسونه دې ته وهڅوي چې هرڅه یې د الله تعالی او اسلامي نظام لپاره ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد ګڼو ولایتونو کې په بېلابېلو نومونو کلنۍ مشاعرې په ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره کیږي، چې زرګونه وګړي په کې ګډون کوي.

تړلي موضوعات