درېیو میاشتو کې څه باندې ۵۱۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه شوې

درېیو میاشتو کې څه باندې ۵۱۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه شوې افغانستان

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسيون تېرو درېیو میاشتو کې له غاصبینو او غیري شرعي متصرفینو څخه په ۱۶ ولایتونو کې ۵۱۰ زره او ۴۴۷ جریبه دولتي ځمکه استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

یاد وزارت ویلي، چې دا ځمکې په ننګرهار، کندوز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتيکا، لوګر، نیمروز، پنجشېر، کاپیسا، سرپل، سمنګان، بادغیس، ميدان وردګ او باميان ولایتونو کې موقعیت لري.

د سرچینې په خبره، چې د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په نيمروز، میدان وردګ او جوزجان ولایتونو کې موقعیت لري چې څه باندې ۳۷۲ زره جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.

عدلیې وزارت زیاته کړې، په دې موده کې تخنیکي هیئتونو څه باندې ۵۱۹ زره جریبه دولتي ځمکه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تشخیص کړې او څه باندې ۷۵۹ زره جریبه ځمکه یې ۲۹ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پروسه په پرېکنده ډول پیل شوه، چې تر دمګړۍ یې سلګونو زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده او دا لړۍ لا په چټکۍ دوام لري.

تړلي موضوعات