متقي ډبلیو اېف پي مشر ته: بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته توجه زياته شي

متقي ډبلیو اېف پي مشر ته: بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته توجه زياته شي افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په افغانستان کې د WFP نړېوال سازمان له نوي مشر جان آیلیف سره کتلي او په څو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د WFP لخوا د وړاندې شویو مرستو مننه کړې او ټینګار يې کړی چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم توجه زياته شي.

ښاغلي وزیر ویلي، چې اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللې او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې کتنه کې جان آیلیف په افغانستان کې د رامنځته شوي سرتاسري امنيت څخه خوښي ښودلې او د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمات او مرستې یې له توقع پورته او د ستايلو وړ بللې دي.

نوموړي راستنېدونکو کډوالو ته د لا ډېرو مرستو وړاندې کولو ډاډ تر څنګ ویلي، چې WFP سازمان به لا هڅې وکړي ترڅو د انکشافي او بشري مرستو په جلب کې له ډونرانو سره خبرې اترې وکړي او په دواړو برخو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، اسلامي امارت هڅه کوي، چې نړېوال بنسټونه د بشري مرستو ترڅنګ افغانستان کې پراختیايي پروژو پلي کولو ته تېار کړي؛ هغه چې ګټه یې ولس او د سیمې خلکو ته تل پاتې یا اوږد مهاله وي.

تړلي موضوعات