ډېر ژر به د کډوالو په اړه درې اړخیزه ناسته کابل کې جوړه شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ استازي عرفات جمال دغه څرګندونې د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې دي.
د کډوالو چارو وزارت د ښاغلي جمال عرفات له قوله خبر ورکړی خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچېنو د جلب په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.
عرفات جمال ویلي، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ژر به یاده ناسته کابل کې جوړه شي.
دا درې اړخیزه ناسته د افغانستان، ایران او د یو این ایچ سي ار د استازو ترمنځ جوړیږي.
نوموړي زیاته کړې، دغې تخنیکي ناسته کې به ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي.
عرفات نږدې وخت کې قطر کې د افغانستان په ګډون له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره د مالي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د څو اړخیزې ناستې د رابللو خبر هم ورکړی.
په ورته مهال د کډوالو وزیر هم د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه درې اړخیزه ناسته مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت له وړاندې یادې ناستې ته چمتو و.