سور صلیب نړیوال فدراسیون افغانانو سره مرستې زیاتوي
د سور صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ټولنې پلاوي د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ شهاب الدین دلاور سره کتنه کې ویلي، یاد بنسټ افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، دواړو لوریو د کډوالو په ملاتړ، د اقلیمي بدلون زیانمنو ته رسېدنه، د روغتیایي خدماتو زیاتول او د رواني ناروغاتو په درملنې خبرې اترې کړې.
ښاغلي دلاور هېواد کې د بشر دوستانه فعالیتونو پراختیا لپاره د یاد پلاوي سفر ګټور بللی او د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او کارموندنې برخو کې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر چمتووالي ټینګار کړی.
په ورته مهال راغلي پلاوي د سور صلیب نړۍوال فدراسیون له درېیو لومړیتوبونو یې یو افغانستان بللې په خبره یې، د هرات اسلام کلا بندر ته سفر کې به د کډوالو وضعیت او هغوی ته د وړاندې کېدونکي خدمات له نږدې و ارزوي.