قطر ته د افغان کارګرو استولو نوملیکنې پروسه پیل شوه
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر ته د افغان کارګرو د استولو نوملیکنې پروسه پیل شوې ده.
یاد وزارت د نوملیکنې برخې په ډاګه کړې دي.
(( د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دویم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دویم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د مېز همغږيکوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant.))
دا هغه برخې دي چې افغانان کولی شي نوملیکنه ورته وکړي او د کار روزګار لپاره یاد هېواد ته واستول شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د راتلونکې سه شنبې د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي.