بلخ کې ۲۶ تنه د وسله‌والې نښتې په تړاو نیول شوي

بلخ کې ۲۶ تنه د وسله‌والې نښتې  په تړاو نیول شوي افغانستان

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بلخ امنیې قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په قرغچلي کلي کې د ځمکې په سر د راپورته شوې وسله‌والې شخړې په تړاو چې پکې څو تنه ټپیان شوي هم وو ۲۶ تنه نیولي دي.

یاد وزارت ویلي، چې له دواړو غاړو له نیول شویو کسانو پنځه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې هیچاته د خپلسرو کړنو اجازه نه ورکوي او د عامه نظم د ګډوډېدلو مخه نیسي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد کلیوالي سیمو کې وخت نا وخت د ځمکې او ځینې نورو موضوعاتو پر سر وسله والې نښتې رامنځته کیږي، چې امنیتي ځواکونه پر وخت ورته رسېدنه کوي.

تړلي موضوعات