امریکا کې په یوه ورځ ۳ مرګوني بریدونه؛ ۱۰ وژل شوي او ۸ ټپیان دي
امریکايي رسنیو تازه خبرونه خپاره کړي، چې د دې هېواد نیویارک او نیواډا ایالتونو کې په ځايي وخت دوشنبه درې وسله والو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي، چې وژل شویو کې یو د پولیسو افسر هم شامل دی.
وروستی برید په ځايي وخت دوشنبې ورځ ماښام څه باندې ۸ بجې د نیویارک مینهاټن سیمه کې د یوه وسله وال بریدګر لخوا په یوه لوړ پوړیزه دفتري ودانۍ شوی؛ د نیویارک پوسټ امریکايي رسنۍ ویلي، چې دې پېښه کې د پولیس افسر په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
یادې رسنۍ ویلي، چې یاد بریدګر د پولیسو لخوا ټپي شوی و، چې وروسته یې خپله په ډزو ځان وواژه.
امریکا کې بل برید په همدې ورځ په ځايي وخت سهار څه باندې ۷ بجې شوی؛ رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د امریکا نیواډا ایالت رېنو ښار کې یوه وسله وال کس د موټرو په تمځای کې په خلکو ډزې کړې.
رویټرز وايي، چې دې برید کې ۳ کسان وژل شوي او دوه نور په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته انتقال شوي. یادې رسنۍ د بریدګر له ټپي کېدو هم خبر ورکړی.
د امریکا درېیم برید د نیویارک ایالت برانکس په سیمه کې شوی. نیویارک پوسټ رسنۍ ویلي، چې دا برید د یوه مخ پټي وسله وال لخوا په همدې ورځ سهار وختي شوی، چې دوه ۲۱ کلن او ۲۲ کلن امریکايي ځوانان په کې وژل شوي دي.
یاده رسنۍ وايي، چې پولیس د بریدګر په نیولو نه دي توانېدلي .
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وسله وال بریدونه وروستیو کې بې ساري ډېر شوي دي او د امریکا امنیت یې سخت ننګولی او هلته یې عامو ځایونو کې پراخه وېره خپره کړې ده.