سهیل شاهین د قطر کتارا فرهنګي مرکز عمومي رئیس سره کتلي

سهیل شاهین د قطر کتارا فرهنګي مرکز عمومي رئیس سره کتلي سیمه

قطر کې افغان سفیر محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د کتارا فرهنګي مرکز له عمومي رئیس دوکتور خالد بن ابراهیم السلیطي سره کتلي دي.

یاد هېواد کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ؛ د کتارا فرهنګي مرکز له لارې په نندارتونونو، ورکشاپونو
او نورو فرهنګي پروګرامونو کې د افغانستان په فعال ګډون خبرې وشوې.

سفارت زیاتوي، چې دواړو لوریو د ګډ کاري ټیم په جوړېدو هوکړه وکړه، ترڅو د فرهنګي همکاریو د پلي کېدو او پراختیا لپاره یو منظم او اغېزمن چوکاټ رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دوحه کې افغان سفیر وخت نا وخت د کوربه هېواد په ګډون د ګڼو بهرنیو هېوادونو له چارواکو او استازو سره کتنې لري چې په ګڼو موضوعاتو خبرې اترې کوي.

تړلي موضوعات