هالنډ پر دوه اسرائیلي وزیرانو د سفر بندیز ولګاوه

هالنډ پر دوه اسرائیلي وزیرانو د سفر بندیز ولګاوه نړۍ
انځور ارشیف

فلسطین کې د اسرائیلو له لوري روان وحشت ته په غبرګون هالنډ د اسرائیلو سفیر احضار او پر دوه وزیرانو یې د سفر بندیز لګولی.

رویټرز لیکلي، هالنډ په وروستۍ پرېکړه کې د اسرائیلو مالیې وزیر بزالل سموتریچ او ملي امنیت په وزیر ایتمار بن ګویر بندیز لګولی، چې له مخې یې یاد دوه وزیران نور نه شي کولای هالنډ خاورې ته داخل شي.

هالنډ د نتانیاهو کابینه کې دغه وزیران پر فلسطین خاوره کې په پرلپسې ډول د تاوتریخوالي او قومي تصفیې په هڅونه تورن کړي.

هالنډي حکومت ویلي، غزه کې وضعیت نور د منلو وړ نه دی.

د هالنډ له لوري دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو بریدونو کې د شهیدانو شمېر نږدې ۶۰ زره کسانو ته لوړ شو چې ډېر یې ماشومان او ښځې دي.

#حریت_راډیو

تړلي موضوعات