ایراني چارواکی: د نړېوالې اټومي انرژۍ اژانس پلاوی ایران ته ځي

ایراني چارواکی: د نړېوالې اټومي انرژۍ اژانس پلاوی ایران ته ځي نړۍ
انځور ارشیف

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د نړېوالې اټومي انرژۍ اژانس یو پلاوی به راتلونکو اونیو کې ایران ته سفر وکړي تر څو د همکارۍ د دوام په لارو چارو بحث وکړي.

نوموړي ویلي، د یادې ادارې پلاوی به له ایراني چارواکو سره په تخنیکي اړخونو بحث وکړي خو ټینګار یې کړی، چې څارونکو سره همکاري به د هغې طرحې له مخې وشي چې د ایران پارلمان تصویب کړې ده.

ټاس خبري اژانس دغه خبر خپور کړی او زیاته کړې ده، چې د جولای په دویمه نېټه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هغه پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې ایران د نړېوالې اټومي انرژۍ څارونکو سره همکاري وځنډ وي.

د ایران او نړېوالې اټومي انرژۍ اژانس ترمنځ وروسته له هغې همکاري وځنډېده، چې پر ایران د اسرائیلو له لوري هوايي بریدونو کې نظامي مرکزونه په نښه او د لوړ پوړو نظامیانو په ګډون یې د اټومي برخې څو مهم ساینسپوهان ووژل.

ایران په یادې ادارې تور پورې کړ، چې د دې ادارې له لوري د ناسم راپور له امله پرې برید شوی او دغو راپورونو د اسرائیلو بریدونو ته دروازې پرانېستې.

تړلي موضوعات