د جوزجان یتیم تاق سیمې ګازو د درېیو څاګانو کیندنې تړون لاسلیک شو

د جوزجان یتیم تاق سیمې ګازو د درېیو څاګانو کیندنې تړون لاسلیک شو سوداګرۍ او اقتصاد
د جوزجان یتیم تاق ګازو څاګانو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمې ګازو د درېیو څاګانو کیندنې تړون د ترکي شرکت استازي سوانداج سره لاسلیک کړی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د تړون له مخې به قراردادي شرکت په یادو څاګانو ۸ میلیونه ډالر پانګونه کوي.

همداراز د تړون په اساس قرار دادي شرکت اړ دی، چې د یو کال موده کې د درېیو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې کړي.

د یادو څاګانو په بشپړېدو سره به په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰زره متر مکعب ګاز استخراج او د ګازو له پلوه به د خلکو اړتیاوې تر یوه بریده حل شي.

تړلي موضوعات