حوثي ځواکونو سور سمندرګي کې د سمندري بندیز څلورم پړاو عملیات اعلان کړل

حوثي ځواکونو سور سمندرګي کې د سمندري بندیز څلورم پړاو عملیات اعلان کړل نړۍ

د یمن حوثي وسله والو ځواکونو ویاند تېره شپه ناوخته خبر ورکړ، چې حوثي ځواکونه سور سمندرګي کې د سمندري بندیز څلورم پړاو عملیات اعلانوي او پرېکړه کوي، چې ټولې هغه بېړۍ به په نښه کړي، چې اسرائیلي بندرونو ته تګ راتګ کوي.

د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې د هغو ټولو کمپنیو بېړۍ هدف کوي، چې اسرائیلي بندرونو ته تګ راتګ کوي؛ پرته له دې چې د دوی تابعیت په نظر کې ونیول شي او دا عملیات به ټولو هغو ځایونو کې ترسره شي، چې د یمن ځواکونو لاسرسی ورته ممکن وي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا عملیات د غزې مظلوم ولس په ننګه پیلوي او هلته د روانو جنګي او خوراکي جنایتونو ته غبرګون دی.
یحیی سریع همداراز ویلي، چې دا عملیات پیلول د دوی دیني، اخلاقي او انساني مسؤلیت دی او هیڅکله به غزه یوازې پرېنږدي.

د یادونې وړ ده، چې حوثي ځواکونو تېرو درې پړاوه سمندري عملیاتو کې هم ګڼې لویې اسرائیلو سره تړاو لرونکې بېړۍ هدف کړې وې او ګواښ کوي، چې عملیات به یې تر هغو دوام لري تر څو غزه کې اسرائیلي جنایتونه ونه درېږي.

تړلي موضوعات