ټایلنډ کې وسله وال برید؛ شپږ تنه وژل شوي
ټایلنډي پولیسو ویلي، د دې هېواد په پلازمېنه بنکاک کې وسله وال برید شوی او د بریدګر په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د بنکاک پولیسو یو چارواکي چارين ګوپتا ویلي، برید نن دوشنبه د بنکاک ښار مربوطاتو کې شوی.
سرچینه وايي، بریدګر له ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده.
اژانس وايي، امنیتي ادارو ورته منلې، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د بریدګر له لوري وژل شوي کسان د بازار امنیتي ساتونکي دي.
تېر کال د ټایلنډ ختیځ کې د پولیسو یوه پخواني افسر په وړکتون کې پر ماشومانو د چړو وارونه کړي وو، چې د ۲۲ ماشومانو په ګډون یې ۳۶ کسان ووژل.