د ټایلنډ او کمبودیا رهبران د سولې خبرو پیل لپاره مالیزیا ته رسېدلي

د ټایلنډ او کمبودیا رهبران د سولې خبرو پیل لپاره مالیزیا ته رسېدلي نړۍ
د ټایلنډ او کمبودیا رهبران د سولې خبرې پیلوي

رویټرز خبر ورکړی، چې د ټایلنډ او کمبودیا رهبران نن دوشنبه د اوربند ټینګښت او خبرو پیل لپاره مالیزیا ته رسېدلي.

دغه خبرې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په نوښت د امریکا او چین استازو په شتون کې ترسره کیږي.

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ د پنجشنبې په ورځ سرحدي نښتې پیل شوې، چې له دواړو لوریو تر ۳۰تنو زیات وژل شوي او تر ۲۰۰ زره تنو ډېر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د یادونې ده، دغه شخړه د مۍ میاشتې وروستیو کې د کمودیایي سرتېري تر وژل کېدو وروسته زیاته او بلاخره په جګړې واوښته.

تړلي موضوعات