بریټانیا د اسرائیلو له لوري اعلان شوی اوربند کافي نه بولي

بریټانیا د اسرائیلو له لوري اعلان شوی اوربند کافي نه بولي نړۍ
عزه کې به هره ورځ لس ساعته اوربند وي

د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډيویډ لیمي ویلي، د اسرائیلو له لوري په ځېنو سیمو کې د ورځې لس ساعته عملیاتو بندول کافي نه دي او باید بشپړ اوربند وشي.

ډیویډ لیمي ویلي، د اسرائیلو لس ساعته اوربند د غزې بحران نه شي حل کولی، بشپړ اوربند ته اړتیا ده، څو بشري مرستې د کوم خنډ پرته ولیږدول شي او د زندانیانو خلاصون ته لار اواره شي.

اسرائیلو اعلان کړی چې دوی په دریو سیمو المواسي، دیرالبلح او غزه ښار کې د سهار له ۱۰ د ماښام تر ۸ بجو پوځي عملیات نه کوي.

تړلي موضوعات