د افغانستان سفارت سرپرست: د یوې افغانې کورنۍ د څلورو غړو وحشیانه وژنې موضوع ایراني لوري سره جدي شریکه شوې

د افغانستان سفارت سرپرست: د یوې افغانې کورنۍ د څلورو غړو وحشیانه وژنې موضوع ایراني لوري سره جدي شریکه شوې سیمه

ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د هغې افغانې مېرمنې د کورنۍ له غړو سره کتلي چې څو ورځې وړاندې تهران کې له خپلو درېیو اولادونو سره په وحشیانه ډول وژل شوې وه.

ایران کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې ښاغلي حقاني د یادې کورنۍ له غړو سره خواخوږي ښودلې او په دې پېښه یې سخته خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې موضوع یې د ایران له اړوندو چارواکو سره جدي شریکه کړې ده، څو د دې جنایت عاملین وپېژندل شي او په خپلې سزا ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې ایران وروستیو کې د افغان کډوالو لپاره په لوی وحشیانه ځای بدل شوی دی؛ په جبر کډوالۍ تر څنګ هلته په مرموز ډول د افغانانو د وژنو خبرونه هم وخت نا وخت ورکول کیږي.

تړلي موضوعات